کابل باخترد وږي پنځلسمه :
په نيمروز ولايت کې پرون يو تن د څلويښتو کيلوګرامو هيرويينو د قاچاقوپه وخت کې ونيول شو .
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت مرستيال محمد اسمعيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه توکي د پوليسو د عملياتو له امله په يوه باروړونکي موټرکې چې ايران ته روان و؛ د وريښمو د پله په سيمه کې کشف اوضبط شول .
خبر ځاى زياته کړه: موټر چلوونکي نيول شوى او په دې اړوند تحقيقات دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ