امنیت

دسرپل دولايتي شورا يو نوماند وتښتول شو .

کابل باختر دوري يوولسمه :
وسله والو کسانو دسرپل  ولايتي شورا يو نوماند پرون له نهو تنو ملګروسره يې وتښتاوه.
  دسرپل ولايت يوه امنيتي مقام چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي دباختراژانس خبريال ته وويل دولايتي شورا دنوماند حسين نظري  دسپرلۍ په موټر  دوسله والو کسانو له خوا دسرپل ولايت  دبلخ اب ولسوالۍ په دوغ آبي  سيمه کې بريد وشو او يرغلګرو دغه نوماند له نهو تنو ملګروسره يې له ځان سره بوته .
  يوه اړونده خبرځاى وويل امنيتي ځواکونو له دغې پيښې  وروسته دولايتي شورا ددغه نوماند او دهغه دملګرو دازادولو لپاره عمليات پيل کړي دي .
ويل کيږي چې ددغه نوماند يوشمير ملګري دتښتوونکو له منګولو څخه ازاد شوي دي او ددغه ولايت دسپين ږيرو او قومي مشرانو له خوا دنورو تښتول شويو کسانو دخلاصون لپاره هلې ځلې روانې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته