امنیت

دسرپل _ شبرغان دلويې لارې امنيت تامين شو .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
دسرپل _ جوزجان په لويه لاره کې  دامنيتي ځواکونو په زياتوالي سره په دې لويه لاره کې امنيتي حالت ښه شوى دى .
  مخکې له دې  ددولت وسله والو مخالفينو په راکتي بريدونو او دماينونو په ښخولوسره ددغې لارې امنيت  ګواښاوه  .
دسرپل  ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى محمد کاظم  کنعان دباختراژانس خبريال ته وويل په دې وروستيو وختو کې مسافران کولى شي له ويرې او ډار پرته په دې لاره کې  تګ راتګ وکړي  او په دې لاره کې دامنيت دتامينولو علت دملي پوليسو ، ملي اردو او دملي امنيت دڅه دپاسه درې سوه تنو ځواکونو زياتوالى دى
ويل کيږي چې دغه لاره دهيواد په شمال کې له مهمو اوګڼ ميشتو لارو څخه ده چې هره ورځ يو زيات شمير مسافر وړونکي  اوبار وړونکي وسايط په دې لاره کې تګ راتګ کوي .
  په تيرو وختونوکې په دې لاره کې راکتي بريدونه او دماينونو چاودنې کيدې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته