خبرونهسیاستTOPټولنه

د امریکا ولسمشر درواغجن دی

کابل، د زمري ۱۴ مه، باختر
په ننگرهار، فراه، نورستان، لغمان، بلخ، کندز، غور، زابل، روزګان، پکتیکا، پکتیا، کابل، خوست، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو کې نن زرګونو کسانو پر افغانستان د امریکا د وروستي تېري خلاف سوله ییز لاریونونه وکړل.
ټولو شویو زرګونو عامو وګړو د امریکا د ورستي برید په تړاو چې په کابل کې يې ترسره کړی دی د امریکا د حکومت پر ضد شعارونه ورکول او له متحدو ایالاتو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان پر خاورې بیا تیری ونه کړي.
ولسي وگړو د امریکا ولسمشر په درواغو تورن کړ او زیاته یې کړه چې امریکا په تشو درواغو پر افغانستان تېری کړی چې دا کار د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.
لاریون کوونکي وايي، چې امریکا باید له افغانستان سره خپله دښمني ختمه کړي، په خبره یې، هیڅوک حق نه لري چې پر افغانانو خپل پرمایشات ومني.
هغوی وویل، چې افغانستان آزاد خپلواک هیواد دی، هیڅوک دې د افغانستان د منزوي کېدو کوښښ نه کوي چې دا چاره د هیچا په ګټه نده. لاریون کوونکو زیاته کړه چې اوس له کلنو ځنډ روسته ولس د ارام ساه اخیستې باید نور ژوند کولو ته پرېښودل شي. هغوی وویل، چې که چیرې امریکا خپل شوم اهداف، دسیسې او پلانونه د افغانستان په اړوند بدل نه کړي او داسې بې سنده او بې بنسټه خبرې جاري وساتي، ولسونه به یې پر وړاندې چپ پاتې نه شي چې بیا به یې مسوولیت د امریکا پر غاړه وي.
لاریون کوونکي وايي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅ بهرنی هېواد حق نه لري چې د افغانستان پر حریم تجاوز وکړي. په خبره یې، القاعده په افغانستان کې نشته او امريکا د ټولو نړيوالو اصولو خلاف پر افغانستان بريد کړى.
دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبه سهار د امریکا يوې بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په پلازمېنه کې پر یو کور برید کړی او ادعا یې کړې چې په یاد برید کې یې د القاعده مشر ایمن الظواهري په نښه کړی.
تېره دوشنبه د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر جوبايډن هم اعلان وکړ چې د القاعدې ډلې مشر يې په کابل کې په نښه کړى او وژلى يې دى، خو د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د القاعدې مشر په افغانستان کې نشته او هغه په کابل کې نه دى وژل شوى.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد ویلي چې د روان ۱۴۴۴ هـجري قمري کال د محرم میاشتې پر دوهمه نېټه په کابل کې پر یوه مسکوني کور هوايي برید ترسره شوی چې په تعقیب یې دوې ورځې وروسته د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ادعا وکړه چې په دغه برید کې یې د القاعده مشر ډاکټر ایمن الظواهري په نښه کړی دی. مجاهد زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د ایمن الظواهري د راتګ او دلته د اوسیدو په اړه هیڅ معلومات نه لري.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د پيښې د مختلفو اړخونو په هکله هر اړخیزه او جدي څېړنه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي چې د افغانستان له خاوري څخه د امریکا په ګډون هیچا ته خطر نه دی متوجه شوی، په وینا یې، اسلامي امارت د دوحې هوکړې عملي کول غواړي او له هوکړې سرغړونې باید پای ته ورسېږي.
ښاغلي مجاهد وايي، چې امریکا د افغانستان پر حریم تېری کړی او د افغانستان قلمرو يې نقض کړی، چې دا يې له ټولو بین المللي اصولو سرغړونه کړې ده. هغه دغه برید په کلکو ټکو غندلی او زیاته کړې یې ده چې د ورته پيښو د تکرار په صورت کې به د هر ډول عواقبو مسؤلیت د امریکا پر غاړه وي.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا