امنیت

يو افغان ژورناليست دتښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٥ :
په پاى کې افغان تښتول شوى ژورناليست دافغانستان په ختيځ کې دتښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
شفيق الله ښيوه   چې  په ننګرهار ولايت کې يې ملي راډيوتلويزيون ته کار کوي يوه مياشت مخکې جلال اباد ښار ته له څيرمه ساحې څخه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوى و.
دننګرهار دوالي مرستيال محمدحنيف ګرديوال له خبريالانو سره په غونډه کې وويل چې دغه افغان ژورناليست دامنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې  دتښتوونکو له منګولو څخه ازاد شوى دى.،
دغه سيمه ييزمقام ددغه  ژورناليست دازادولو دڅرنګوالي اودانسان تښتوونکو دهويت په باب له څرگندونو څخه ډډه وکړه خو ويل کيږي چې دشفيق الله ښيوه دتښتوونې په اړوند څلور تنه دامنيتي مامورينو له خوا نيول شوى دى.
له بله پلوه ددغه ژورناليست کورنۍ وايي انسان تښتوونکو دهغه دازادولو په بدل کې دپيسو غوښتنه کړې وه .
شفيق الله ښيوه  باختراژانس  ته وويل،  که څه هم ديوې مياشتې په بهيرکې دانسان  تښتوونکو له خوا وهل شوى اوډبول شوى  دى خو جسمي سلامتيا لري .
دافغانستان په خيتځ  اوپه تيره بيا په ننګرهار ولايت کې دانسان تښتونو پديدې په دې وروستيو وختو کې  زور اخيستى دى .
دنه تائيد شويو شميرنو له مخې،  دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې  په ننګرهار  کې دسازمان موندلو انسان تښتونو اته ديرش پيښې رامنځته شوي دي.
ويل کيږي چې دانسان تښتونو دغه ټولې قضيې پولي اړخ  لري  .
دننګرهار ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال باختراژانس ته وويل  چې دوى دامنيتي ځواکونو په همکارۍ په دغه ولايت کې دانسان تښتوونکو بانډونو دپيژندلو او ځپلو په مقصد يو پروګرام ترلاس لاندې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته