
بهرنۍ رسنۍ، د زمري ۲۳مه، نړۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په ارام سمندر کې د امریکا متحده ایالاتو اړوند هوایي سیمه کې د وروستیو اورلګېدنو له امله تر دې مهاله ۹۳ تنه مړه ګڼ شمېر ټپیان او زرګونه کسان بې ځایه شوي دي.
دغه راز د دغې اورلګېدنې له امله سلګونه ودانۍ هم سوځېدلې دي او اوسېدونکي یې په نورو سیمو کې په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې دغه اورلګېدنې په تېرو سلو کلونو کې بېسارې بلل شوې دي او د سر زیان ترڅنګ یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
هوایي له امریکا متحده ایالاتو څخه ۲۰۰۰ میله لرې په ارام سمندر کې موقعیت لري چې د امریکا له یو بل سمندري ایالت هونولو سره نږدې پروت دی.