(PS)خبرونه(PS)نړۍ

د امریکا په کنټاکي ایالت کې څلور تنه په ډزو کې وژل شوي

 بهرنۍ رسنۍ، د وري۲۲مه، باختر

د امریکا د کنټاکي ایالت په لویسویل سیمه کې د پولیسو مقامات وايي څلور تنه په یو بانک کې دننه په ډزو سره وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا غږ راډیو د خبرله مخې: یاده پیښه پرون په ( اولډ نشنل بانک) کې شوې او پولیس وايي بریدګر هم وژل شوی دی.

د لویسویل د پولیسو مشرپاول همفیر رسنیو ته ويلي، چې سیمې ته د پولیسو له رسېدو وروسته هم په بانک کې دننه ډزې روانې وې خو معلومه نه ده چې بریدګر په خپله ځان وژلی او که د پولیس په ډزو کې وژل شوی دی.

نوموړې زیاته کړې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې بریدګر د یاد بانګ پخوانی کارکوونکی وو.

\ ذ

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا