روغتیا

د فيض اباد ښار په لسګونو اوسېدونکو د کابل د وروستۍ پيښې ټپيانو ته وينه ورکړه

کابل / باختر/ د زمري٣٠مه
د بدخشان په لسګونو  اوسېدونکو د کابل د وروستۍ  پېښې له ټپيانو سره  د مرستې  په خاطر پرون وينه ورکړه.
د بدخشان د مدني ټولنې رييس سيف الدين سايس د باختراژانس خبريال ته وويل چې د فيض اباد ښار يوشمېر اوسيدونکو د کابل د وروستۍ پېښې ټپيانو ته د وينې په ورکولو سره خپله همدردي څرګنده کړه .
په بدخشان کې د استاد رباني د ولايتي روغتون د وينې د بانک  مسوول ډاکتر فريدون وايي ورکړل شوې وينه  به ډير ژر کابل ته ولېږدول شي.
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته