روغتیا

دعامې روغتيا وزارت وياند ددغه وزارت لاسته راوړنې بيان کړې.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
دعامې روغتيا وزارت مقاماتو په هيواد کې دميندو د مړينې دکمښت خبر ورکړ.
دعامې روغتيا دوزارت وياند پرون په يوه خبري غونډه کې اعلام وکړ:  په ١٣٨٢   کال کې له هروسلو زرو ميندو څخه يو زرو شپږ سوه تنو يې د زيږون په وخت کې سا ورکوله ،خو په روان کال کې دغه شمير ٣٢٧ تنو ته راټيټ شوى دى .
دباختر آژانس خبريال خبر راکړ : دعامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر وحيد مجروح په دغې خبري غونډه کې چې دحکومت درسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه دغه راز څرګنده کړه : دعامې روغتيا وزارت دميندو د مړينې دکمښت لپاره دقابلو په روزنه کې هلې ځلې کړې دي چې په دغه ولايت کې دقابلو شمير له پنځه سوه تنو څخه پنځه زره تنو ته زيات شوى دى .
ده وويل : دميندو دمړينې په کمښت کې قابلې څرګند رول لري او له دې امله دعامې روغتيا وزارت په مرکز او ولايتونو کې دقابلو د روزنې مرکزونه پراخ او زيات کړي دي او اوس دهيواد په هر ولايت کې دقابلو د روزنې مرکزونه جوړ شوي دي .
دغه راز دماشومانو په مړينه کې ديادونې وړ کمښت هم ياد کړ او ويې ويل : تر ١٣٨٢ کال پورې په سلو کې ٢٥ ماشومانو پنځه کلنۍ عمر نه بشپړاوه ،خو اوس دماشومانو مړينه په سلو کې لسو ته راټيټه شوې ده .
ده وويل : تر ١٣٨٢ کال پورې په سلو کې نهو تنو هيواد والو په روغتيايي خدمتونو لاس بري درلود او اوس دهيوادوالو په روغتيايي خدمتونو لاس بري درلود او اوس دهيواد په سلو کې ٦٧ وګړي په روغتيايي خدمتونو لاسبرى پيدا کړى دى .
دعامې روغتيا وزارت وياند په هيواد کې د روغتيايي خدمتونو مرکزونه له ٤٦٩ څخه تراوسه پورې ٢٢٠٠مرکزونو ته زيات وبلل او زياته يې کړه چې په هيواد کې ٤١٥٠٠ تنه روغتيايي کارکونکى فعاليت کوي چې په سلو کې شل يې ښځينه دي .
دغه راز ده په هيواد کې د روغتونونو او نورو روغتيايي مرکزونو دجوړولو يادونه وکړه او ددغه وزارت د راتلوونکو پروګرامونو په تيره بيا دهيواد په لرې پرتو سيمو کې دسترو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو دجوړولو څرګندونه وکړه او له اداري فساد سره يې دمبارزې په کارکې ددغه وزارت دمشرتابه ژمنه په ډاګه کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته