کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
په سرپل ولايت کې په اته سوه جريبه ځمکه کې دمېوو بڼوڼه جوړيږي.
د سرپل ولايت دکرنې او مالدارۍ رئيس باخترآژانس ته وويل چې د وري د مياشتې له پيل څخه تراوسه پورې د سرپل ولايت په مرکز او شپږ ګونو ولسواليو کې په اته سوه جريبه دښتو کې دکرنې او اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې له لارې د مېوو بڼوڼه جوړشوي دي.
دکرنې وزارت دبڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول ډاکټر کنشکا حميدي وويل ؛ چې د طرحه شوي پروګرام له مخې ټاکل شوې وه په ١٣٩٧ کال کې د سرپل ولايت په کچه په پنځه سوه جريبه ځمکه کې د مېوې نيالګي کيښودل شي،خو د خلکو او بزګرانو د علاقمندۍ له مخې تراوسه پورې په اته سوه يوويشت جريبه ځمکه کې اوويازره نيالګي ايښودل شوي دي.
د سرپل ولايت دکرنې د ادارې ريېس محي الدين عيني وايي چې له تېرکال څخه تراوسه پورې په غه ولايت کې په ١٣٠٠ جريبه للمي ځمکه کې د ډول ډول مېوو بڼونه جوړ شوي دي. پاى؛ جذ
0 1 دقیقه لوستل