امنیت

د دوو تنو ملکيانو په ګډون اووه تنه ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣
په غور ولايت کې تېره شپه د وسله والو مخالفانو د بريد د شنډولو په بهيرکې دوه تنه ملکي وګړي او د ملي اردو يو افسر شهيدان او څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څلور تنه مخالفين د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
د غور ولايت وياند عبدالحى خطيبي د باختر اژانس خبريال ته وويل: د طالبانو دغه بريد د دغه ولايت فيروز کوه ته څېرمه د الله يار په سيمه کې وشوه چې امنيتي ځواکونو هغه په شا وتمباوه.
ده زياته کړه: د ملي اردو د کنډک د يوه ټولي قوماندان عبدالاحد د مخالفانو د بريد د شنډولو په وخت کې وژل شوى دى .
خطيبي زياته کړه: د طالبانو د سر د زيان په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
د غور ولايت مرستيال محمد امين توخي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملاطاهر په مشرۍ يوې ډلې وسله والو طالبانو د غور – هرات په لويه لاره کې په يوې امنيتي پوستې په بريدکې دوه تنه پوليسان شهيدان کړل او سربېره پر دې مسافرين يې په دغه لويه لاره کې ځورولي دي.
توخي زياته کړه چې د دغې ډلې د ځپلو په مقصد د الله يار په سيمه کې عمليات پيل شوي دي او طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى .
د يادونې وړ ده چې د غور ولايت د پسابند ولسوالۍ په مربوطاتوکې هم د مخالفانو د بريدونو د شنډولو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته