سیاست

دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار دبنګله ديش دپارلمان درييس په نامه دډاډ ګيرنې پيغام ليږلى دى .

کابل باختر دثور نهمه
دمشرانو جرګې  درييس  فضل هادي مسلميار له خوا  دبنګله ديش په پايتخت  ډاکه کې  ديوې ودانۍ  دنړيدو له امله  دسرددرندو زيانونو داوښتو په نسبت  ددغه هيواد  دپارلمان درييس  شوکت علي په نامه  د ډاډګيرنې اوخواخوږۍ پيغام ليږل شوى دى .
  دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .  په پيغام کې ددغې پيښې قربانيانو ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې  دجميل صبر هيله شوې ده .
درسنيو دڅرګندونو له مخې، په بنګله ديش کې  ديوې اته پوړيزې ودانۍ  دنړيدو له امله  په سلګونه تنه  وژل شوي او په زرګونو تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته