قاهره بي بي سي نيوز باخترمرغومي دمياشتې ٧ :
دمصر جمهور رييس وايي: هېواد يې نوى پيړۍ ته رسيدلي دي او د ډاډ منې او باثباته ر اتلوونکې په لور د يون په حال کې دي .
محمدمرسي چې دمصر د جنجالي نوى اساسي قانون له تائيدوروسته په ټولپوښتنه کې خبرې کولې؛ ټينګار وکړ چې اوس هدف يې د اقتصاد سمون دى
مرسي دخپلو خبرو په دوام چې دمصر د دولتي ټلويزيون له لارې خپريدې وويل چې ددغه هيواد له نوى اساسي قانون سره مخالفت، د دموکراتيکې او سالمې ټولنې دشتون څرگندوى دى.
ده ټولو سياسي اړخونو ته په ملي خبرو کې دګډون بلنه ورکړه.
دمصر دجمهوررييس د يوشمېر مخالفو ډلو په ګډون، دملي ژغورنې جبهې د ده غوښتنه رد کړه او ويلې يې دي چې له ټولو دموکراتيکو وسايلو څخه په استفادې سره ښايي له نوى اساسي قانون سره مخالفت ته دوام ورکړي.
1 1 دقیقه لوستل