روغتیا

نږدې١٤ميليونه ماشومان واکسين کیږي

کابل باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : د عامې روغتيا وزارت نن په ټول هېواد کې له ۹ مياشتنی څخه تر ۱۰ کلنی پورې په څه ناڅه ١٤ميلیونو تنو ماشومانو د شري ناروغۍ د واکسين د تطبيق پروګرام پيل کړ. دا په داسي حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت د موندنو له مخې په په ٢٠١٧ ميلادي کال کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ د ۲۵ زرو پيښو له جملې څخه په سلو کې ۸۵ يې له لس کلنی څخه ښکته ماشومان وو. د باختر آژانس دخبرله مخې: د دغه پروګرام د پيل په مراسموکې دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز دغې موضوع ته په اشارې سره وويل: د شري ناروغۍ يوه ساري ناروغي ده او د ٢٠١٧ کال د رپوټ له مخې په هېوا دکې د شري ناروغۍ د ۲۵ زرو پيښو له جملې څخه په سلوکې ۸۵ يې په هېواد کې هغه ماشومان ثبت شوي دي چې له لس کلنی څخه ښکته عمر لري. د عامې روغتيا د وزير د څرګندونوله مخې: د شري ناروغۍ واکسين په دوو پړاوونو کې تطبيق کيږي. په لومړي پړاوکې چې د سپټمبر د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه تر لسمې نيټې پورې تطبيقيږي، د هېواد نيمايي او په دويم پړاو کې چې د نوامبر له ١٧نيټې څخه تر ٢٦نيټې پورې په پاتې ولايتونو کې تطبيقيږي چې د دغه کمپاين په بهيرکې څه ناڅه ۱۳ اعشاريه ۸ ميليونه تنه ماشومان په ټول هېواد کې د دغې ناروغۍ په وړاندې معافيت ترلاسه کوي چې لګښت يې د واکسيناسيون د نړيوال ايتلاف له خوا چې ١٤ اعشاریه ۶ ميليونه امريکايي ډالره کيږي، ورکول کيږي. د عامي روغتيا د وزير د څرګندونوله مخې: د شري ناروغۍ پيښې زياتره د کابل، کونړ، پکتيکا، بادغيس او د غور په ولايتونو کې ليدل شوې دي. ده زياته کړه چې د شري ناروغۍ واکسين په وړيا ډول په ټول هېواد کې په روغتيايي مرکزونو، جوماتونو او کليوکې د ناروغۍ د تاريخچې له په پام کې نيولو پرته او يا دا چې پخوا د شري ناروغۍ پرخلاف واکسين شوي وي او که نه وي، په ټولو ماشومانو تطبيقييږي. د نړۍ د روغتيايي سازمان استازي ډاکتر ريچارد پيپرکارن ورځنى واکسين د شري ناروغۍ د کنترول لپاره اصلي ملاتړ وباله او ويې ويل چې دغه موضوع د دوامدارې پرمختيا هدفونو ته د رسيدو په لاره کې له نظام سره مرسته کوي. دغه راز په افغانستان کې د يونیسفد ادارې رئيسې مرمين اديل خدر وويل چې واکسيناسيون د ماشومتوب د دورې د وژونکو ناروغيو په وړاندې يو ارزانه روغتيايي اقدام دى. په همدې ترتيب د حج او اوقافو وزارت معين احسان الحق حنفي له خلکو څخه وغوښتل چې خپل ماشومان هرو مرو واکسين کړي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته