امنیت

دهرات دهوايي ډګر لوى قوماندان دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو .

کابل باختر د وږي  څليرويشتمه :
دهرات دهوايي ډګر لوى قوماندان دنشه يي توکو دقاچاقو په  کار کې دلاس لرلو په تور ونيول شو .
عبدالحي رسولي پرون ناوخته دکورنيو چارو وزارت ددرندو جرمونو دبرخې دکارکوونکو له خوا ونيول شو .
دهرات  دوالي وياند جيلاني فرهاد  له باختراژانس سره په اړيکه کې ددغه لويديځ ولايت دهوايي ډګر دلوى قوماندان نيول کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې دى دزياتو څيړنو او ګرويګنو  لپاره کابل ته ليږدول شوى دى .
په هرات کې يوې بلې  سيمه ئيزې سرچينې  وويل چې عبدالحي رسولي له هېواد څخه بهر ته دنشه يي توکو په قاچاقو کې لوى لاس درلود .
تراوسه پورې دهرات دهوايي ډګر لوى قوماندان په ده  دلګول شوي تور په باره کې څه نه دي ويلي .
  ختم_  عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته