امنیت

طالبانو د قندهار – هلمند لويه لاره وتړله

کابل / د غويي ١۳مه / باختر
د قندهار – هلمند لويه لاره د وسله والو طالبانو له بريد وروسته د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.
يرغلګرو نن سهار په دې لويه لاره کې پر څو پوستو يرغل وکړ.
تراوسه په دې جګړه کې طالبانو او افغان ځواکونو ته د سر د رامنځته شوي زيان په اړه خبر نه دی ترلاسه شوی.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ يرغلګرو پر دغو پوستو د يرغل په بهير کې د قندهار – هلمند لويې لارې په ځينو برخو کې ماينونه ښخ کړي دي.
د هېواد په جنوب کې يوه جګپوړي پوځي مقام باختر آژانس ته وويل چې افغان ځواکونه د يرغلګرو په شړلو او د ښخ کړاى شويو ماينونو په کشف او شنډولو بوخت دي.
هغه وويل چې دغه لويه لاره به ډېر ژر د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د قندهار – هلمند لويې لارې تړل کېدل په جنوب کې زرګونو خلکو ته ستونزې رامنځته کړې دي.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته