ښوونه او روزنه

د ننګرهار پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو په پوهنځي کې دماسترۍ دوره پيل شوه .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دماسترۍ دورې پروګرام نن دننګرهار پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو په پوهنځي کې پيل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې امله  په دغه پوهنتون  کې جوړه شوې  وه د ننګرهار ولايت دمرستيال او سرپرست وويل ، دننګرهار پوهنتون   دحقوقو اوسياسي علومو په پوهنځي کې دماسترۍ د دورې  پيل.،  دمحصلانو دپوهې دکچې په لوړولو کې اغيزمن  دى  او هلې ځلې کيږي چې له اړتيا سره سم  به  دغه شان علمي پروګرامونه په  نورو پوهنځيو کې هم عملي شي .
وروسته دمشرانوجرګې پيغام چې له همدې امله ليږل شوي و داستادعبدالبصير سباوون له خوا ولوستل شو .
په پيغام کې دحقوقو اوسياسي علومو دماسترۍ د دوري له محصلينو څخه غوښتل شوي دي چې له برابر شوي فرصت څخه  دپوهې دترلاسه کولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي .
وروسته دلوړو زده کړو وزارت دعلمي چارو او انسجام لوى رييس پوهنوال ديپلوم انجنيرسيدبهادراکبرمير ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې دلوړو زده کړو  وزارت ستاسو دهر مثبت علمي ګام  ملاتړ  کوي .
  دننګرهارپوهنتون رييس  ډاکترمحمد صابر مهمند وويل  همدا اوس دننګرهار پوهنتون  ديارلس پوهنځي لري چې دنجونو اوهلکانو په ګډون  ديارلس زره تنه محصلين  پکي  په زده کړې بوخت دي .
  ديادونې وړ ده چې  دننګرهار پوهنتون دحقوقو او دسياسي علومو دپوهنځي دماسترۍ په لومړي  دوره کې دنجونو اوهلکانوپه ګډون دوه سوه تنو محصلينو نومونه ثبت کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته