سیاستخبرونهامنیتTOP

د امیرالمومنین د ځانګړي فرمان له مخې (۶۵) بندیان د لغمان له مرکزي محبس څخه ازاد شول

کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
په لغمان ولایت کې د امیرالمومنین د ځانګړي (۷۷۲) ګڼه مکتوب پر اساس چې د محبوسینو اړوند سترې محکمې ته لېږل شوی او د سترې محکمې د (۶۰۵) ګڼه مکتوب له مخې په لغمان کې د استناف محکمې رئیس، د استخباراتو مرستیال، د امنیه قومندانۍ جنایي مدیر او د ولایت د محبس مدیر په ګډون یو څلور ګونی قضایي هئیت ټاکلی و چې د بندیانو دوسیې وڅېړي.
د دغه هئیت له څېړنو وروسته نن (۶۵) هغه بندیان چې دوسیې یې څېړل شوې وې له لغمان مرکزي محبس څخه ازاد شول.
په لغمان ولایت کې د استناف محکمې رئیس او د قضایي هئیت مشر مولوي عبدالله فرقاني باختر اژانس ته وویل چې دوی د یاد څلور ګوني هئیت د ګډې پرېکړې له مخې (۶۵) هغه بندیان چې جرمونه یې واړه و له بنده ازاد کړل او دغه لړۍ لا جریان لري.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د لغمان مرکزي محبس څخه تردې وړاندې هم لسګونه بندیان ازاد شوي وو.
س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا