سیاست

امريکا او ايساف : خپل تجهيزات پاکستان ته نه ورکوو.

 کابل باختر دوري دمياشتې  ٨ :
دايساف  قوماندانان وايي چې دوى  له افغانستان څخه  دايستلو په  حال کې  خپل تجهيزات پاکستان ته نه ورکوي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  ايساف پرون ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره   له افغانستان څخه دناټو  او دامريکا دوتلو په حال کې  پاکستان ته دتجهيزاتو دسپارلو په باب  خبرونه  رد کړي دي .
ايساف په داسې  حال کې   ددغه شان خبرپاڼې په خپرولو لاس پورې کوي  چې دوو
باوري امريکايي رسنيو  خبر ورکړ چې ګنې   امريکايي اوپاکستاني   مقامات ديوې برخې امريکايي  تجهيزاتو دسپارلو په باب دخبرو په حال کې دې  چې ټاکل
شوې ده له افغانستان څخه وايستل شي . 
ددغو تجهيزاتو ارزښت تر اوو  مليارډو ډالرو پورې اټکل شوى دى .
ددغو خبرونو خپرولو دافغان مقاماتو ، دامنيتي چارو دکارپوهانو ، دملي شورا ددواړو مجلسونو او دعامو خلکو غبرګون په ځان پسي درلود. خودايساف  وروستې خبرپاڼې په دې اړوند دهغو دريځ  روښانه کړ .
ايساف وايي  دايساف دپوځونو امريکايي برخه دغه  شان پروګرام ترلاس لاندې  نه لري او نه به دغه شان کار وکړي .
په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو لوى قوماندان  جنرال  جوزيف دانفورد  چې خپله   دامريکا داردو يو جپګوړى  جنرال دى  ټينګار کړى دى چې  دافغانستان دخلکو او دامنيتي ځواکونو په اړوند دهغوى   ژمنه پرځاى ده او  ددغه  جنرال  له
خولې ويل شوي دي  چې دافغان امنيتي  ځواکونو دسمبالولو لپاره    دامريکا او ايساف  ژمنه نه بليدونکې ده .
دغه راز دغه  جنرال   په افغانستان کې دامنيت دتامينولو په   لاره   کې دافغان امنيتي  ځواکونو سرښندنه او رول  ستايلى دى   ځکه دغو ځواکونو په تيرو  نهو مياشتو کې ثابته کړه چې دخپل ماموريت په ترسره کولو کې بريالي دي.
دغه راز ايساف  په دې خبرپاڼه کې ادعا کړې ده    چې ګنې  افغان امنيتي  ځواکونو په تيرو دولسو کلونو کې  دافغان امنيتي ځواکونو او داردو  دسمبالولو  اوملاتړ په برخه کې  تر درې پنځوسو مليارډو  ډالرو پورې پانګونه کړې ده  چې يو سلو شپيته  هليکوپټرونه او ترانسپورتي الوتکې ، سل زره ليږدونکي وسايط  ، پنځه سوه زره  ميله وسله  او نږدې   دوه سوه زره مخابراتي  وسايل  او شپني دوربينونه  پکې شامل دي . سره  له دې   چې  ايساف دافغانستان د اردو   او د امنيتي ځواکونو
دسمبالولو لپاره  د دري پنځوسومليارډو ډالرو دپانګونې  خبرې کوي ،   افغان امنيتي  کارپوهان او دسياسي چارو  کارپوهان  دلويديځو هيوادونو له خوا دملي اردو دسمبالولو بهير يوه لوړتياغوښتونکې ادعا بولي په داسې  حال کې  چې  افغان امنيتي اودفاعي ځواکونه  درنده وسله  او دهوايي پوځ امکانات نه لري او دناټو له  خوا زياتره پيرودل شوې الوتکې  د هېواد په هوايي ډګر  کې ددويم لاس  په علت  بې ارزښته شوي دي او آن يو  ځل هم له هغو څخه کار نه دى اخيستل شوى  زياتره وسلې يې هم دډزو  په وخت کې بنديږي ، دوى په دې ټکې باندې ټينکار  کوې  چې په  افغانستان کې له بهرنيو پوځيانو څخه پاتې تجهيزات يوازې  او   يوازې  دافغانستان داردو مال دى  ځکه دا دافغانستان پوليس او داردو ځواکونه  وو،  چې  په تيرو دولسو کلونو کې يې  دتروريزم پرخلاف د جګړې  چې دبهرنيو
هېوادونوله  خوا پلان شوې وه ، اصلي باج  په  اوږو  اخيستى  دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته