نړۍ

په مکه معظمه کې دحرم شريف په پيښه کې نهه تنه افغان زيارت کوونکي برسيرن ټپيان شوي دي

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢١ :
په مکه معظمه کې دحرم شريف په پيښه کې نهه تنه افغان زيارت کوونکي  برسيرن ټپيان شوي دي.
باخترآژانس ته په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  چې دحرم شريف په انګړ
کې  ديوه  جرثقيل دچپه کيدو له امله   دبيت الله شريف   ١٠٨ تنه زيارت
کوونکي شهيدان  او ٢٣٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  دغه جرثقيل چې  په حرم شريف پورې اړوند ديوې ودانۍ په  جوړولو کې  کارول کيده  له سخت  اورښت سره جوخت دتوپان د چليدو له امله  لومړۍ دحرم شريف په  جومات او  او وروسته  دابراهيم مقام ته څيرمه ولګيد.
ويل کيږي چې يو کانتينر هم له دغه  جرثقيل سره تړل شوى و.
په مکه معظمه کې  دافغاني بعثه دروغتيايي کلينيک موظف ډاکتر نجيب  الله امرخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل :  هغه نهه تنه افغان زيارت کوونکي  چې په دې پيښه کې برسيرن ټپيان شوي دي دافغاني بعثه هيئت له خوا په  جوړو شويو کلينيکونو کې تر درملنې لاندې دي او  روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.
ډاکتر نجيب الله امرخيل څرګنده کړه چې تراوسه پورې  په دې پيښه کې دافغان زيارت کوونکو دشهادت په باب کوم  خبر نه دى ترلاسه شوى او  دافغاني بعثه  هيئت روغتيايي کلينيکونو ددغې پيښې دزياتو احتمالي ټپيانو دعلاج او درملنې لپاره لازم تيارى نيولى دى.
ډاکتر امرخيل  دافغان زيارت کوونکو دکورنيو  دډاډګيرنې  په لاره کې  يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د افغان زيارت کوونکو ټپونه برسيرن دي   او له لومړنيو  روغتيايي مرستو وروسته هغوى  په  حرم شريف کې خپلو عباداتو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته