امنیت

د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ کلابندي ماته شوه

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٤ :
په هغو عملياتوکې چې د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ دمرکز د کلابندۍ د ماتولو په مقصد ترسره شوه؛ ١٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په خاک سفيد ولسوالۍ کې له نږدې يوې اوونۍ را په دې خوا د امنيتي ځواکونو  او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې وې.
دفراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل محمدصمديار د باختر آژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونو پرون د دغې ولسوالۍ د مرکز کلابندي ماته کړه او طالبانو  له سيمې څخه  د تيښتې لاره غوره کړه .
ده زياته کړه : د دغو نښتو په بهيرکې ١٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او١٢ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
د فراه ولايت امنيه قوماندان زياته کړه: امنيتي ځواکونو وسله وال طالبان چې شمير يې څه ناڅه ٥٠٠ تنو ته رسيده؛ د دغې ولسوالۍ د خشک آبه، کورغن او کاريز ملک  له سيمو څخه هم شړلي دي.
صمديار وويل :  همدا اوس وسله وال طالبان دخاک سفيد ولسوالۍ سرحدي سيمو ته تښتيدلي دي؛ خو د هغوى دپاتې کسانو له شتون څخه په بشپړه توګه ددغې ولسوالۍ د پاکولو په مقصد دامنيتي ځواکونو عمليات پيل شوي دي. 
ده دغه راز وويل : په دغو نښتوکې درې تنه ملي پوليسان شهيدان او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته