امنیت

دغزنى دتروريستى پيښو عامل په کابل کې ونيول شو.

-کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٠
دکورنيو چارو وزارت له تروريزم سره دمبارزې رياست ديو حرفوي تروريست دنيولو خبر ورکړ .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دکورنيو چارو وزارت له تروريزم سره دمبارزې د رياست موظفينو پرون دلوګر ولايت دخروار ولسوالۍ دغرقان دکلي اصلى اوسيدونکى عبدالله چې په غزني ولايت کې يې په څو تروريستي بريدونو کې لاس درلود دکابل ښار له مربوطاتو څخه ونيوه.
نيول شوى سړى په غزنى ولايت کې په يو بايسکل کې دځاى پرځاى شوي ماين دچاودنې له امله چې څلور تنه ملکي وګړي شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شوي و ، هم په همدې پيښه کې ټپي او د درملنې لپاره دکابل دايمرجنسي روغتون ته ليږدول شوى و او پرون له روغتون له وتلو وروسته ددغه رياست دکشفى منسوبينو دهلوځلو په نتيجه کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته