کابل باختر د چنګاښ ٦ :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو پرون درې تنه ډار اچوونکي په بلخ ولايت کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
نيول شوي کسان چې له زياتې مودې را په دې خوا دبلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې په وسله والو فعاليتونو او دماينونو په ښخولو بوخت وو دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا له دريو کلاشينکوفونو .، دوو موټر سايکلونو او دريو ماينونوسره لاس په لاس ونيول شول.
2 د یوې دقیقې څخه لږ