امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له نهو تنو افرادو سره يې ونيول شو

کابل  باخترد وري دمياشتې  ١١ :
په لوګرولايت کې د افغان پوځيانو په عملياتوکې د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو.
په دغو عملياتو کې چې نن سهار د لوګرولايت په مرکز پل علم ښارپورې اړوندو سيموکې ددغه   قوماندان په پټنځي ترسره شول؛ په ده پورې اړوند نهه تنه نور کسان ونيول شول .
باختراژانس دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه قوماندان دپل علم ښار په  مربوطاتوکې د زياترو ترورستي ډلو رهبري په غاړه لرله .
ناټووايي چې دغه قوماندان تراوسه پورې په افغان پوځيانو، بهرنيو  ځواکونو  او په ملکي  وګړو  دلسګونو خونړيو تروريستي پيښو رهبري کړې ده.
ويل کيږي چې دطالبانو د ډلې دغه مشهور قوماندان د نيول کيدو په وخت کې  د يولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و.
ددغوعملياتو په بهيرکې افغان پوځيانو د وسله والوطالبانو د ډلې د دغه قوماندان  دجنګي وسايلو يوه ستره ډپيو هم ترلاسه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته