ټولنه

د انرژي اواوبو وزير : د پاشدان بند د جوړولوکار ډېر ژر پيلېږي

کابل /د ليندې ٦مه /باختر
د انرژى اواوبو وزير مولوي عبداللطيف منصور ، دهرات والي اودهريرود مرغاب د دريايي حوزې رييس دهرات د پاشدان له بند څخه کتنه وکړه .
د هرات والي شيخ الحديث مولانا نوراحمد اسلام جار د پاشدان بند د هېواد له سترواقتصادي پروژې څڅه ياد کړاوهغه يې د هېواد د اوبود مديريت لپاره يو ګام وباله.
دهېواد د انرژى اواوبو وزير مولوي عبداللطيف منصور د پاشدان بند د کتنې په وخت کې د دغه بند له انجنيرانو اومسوولينوسره د کتنې ترڅنګ دهغوى غوښټنې اوستونزې وڅيړلې اوپه نږدې راتلونکې کې د دغه بند د جوړولود کار د پيلېدو خبرورکړ.
د پاشدان بند د يو انجنير د څرګندونوله مخې؛ د اوبو د دغه بند د جوړولوکار اتيا سلنه پرمخ تللى دى اوټاکل شوې ده کاريې په نږدې راتلونکې کې پيل شي.
ج-ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا