امنیت

په قندهار ولايت کې دوه تنه په اعدام محکوم شول

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
په قندهار ولايت کې نن دوه تنه د وژنې په تور په اعدام محکوم شول .
دقندهار ولايت د ابتداييه محکمې رييس باخترآژانس ته وويل: ددغه ولايت ابتداييه محکمې دوه تنه د وژنې په تور په سختو مجازاتو يعنې په اعدام محکوم کړل.
د ده دڅرګندونو له مخې: په عزت الله او علي احمد تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې يې د خپل د يوه دوست موټر غلا کړى او خپل دوست يې د چړو په ګوزارونو په ناوړه توګه وژلى و.
دمحکمې درييس دڅرګندونوله مخې: تورن کسان د دوى د دوسيو په څيړنې سره په سختو مجازاتو يعنې اعدام محکوم شول .
دمحکمې رييس وويل چې د محکمې حکم وروستى نه دى او د تورنوکسانو د استيناف  غوښتنې حق محفوظ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته