امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين دخپل منځي اختلافونو له امله ووژل شول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٦ :

دوه تنه وسله وال مخالفين پرون په کونړولايت کې په خپل منځي جګړه کې ووژل شول.

دشمشاد د٢٠٢ساحوي زون دقوماندانۍمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دغه کسان دکونړ ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو ددوو دښمنو ډلو ترمنځ دجګړې له امله ووژل شول.

په کونړکې طالبانو مخالف اړخونه له څو ورځو را په دې خوا په خپلو کې نښتې کوي چې دوى ته دسردزيان سبب شوي دي  .

ديوبل  خبرله مخې، پرون دپاکستاني پوځيانو له خوا له پولې  اخوا څخه دکونړولايت ددانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دتوپ اته نوي ډزې شوي دي .

دپاکستاني پوځيانو ددغه بريد له امله دسر داحتمالي زيان په باب تراوسه پورې خبرنه دې ترلاسه شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته