
نيمروز باختردمرغومي ٢٨ نيټه :
د ( انسان دقاچاقو ) په نامه روزنيزه کارګاه چې په نيمروز کې د١٢٠ تنو لپاره جوړه شوې وه ، پرون پاى ته ورسيده.
د باختر آژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې ؛ دغه روزنيزه کارګاه کې چې د هاجر موسسې له خوا جوړه شوې وه د زرنج ښاراو ولسواليو له بيلابيلو بنسټونو څخه ١٢٠ تنوګډون پکې کړى وو چې ګډون کوونکو دانسان دقاچاقو او دهغو دناوړو پايلو په باب د ٢٥ ورځو لپاره زده کړې وکړې.