امنیت

د کورنيو چارو وزارت يو امنيتي کميسيون جوړکړ

کابل-باختر- دچنګاښ دمياشتې ٢٣
د کورنيو چارو وزارت يو امنيتي کميسيون جوړکړى څو د هغوکسانو امنيت تامين کړي چې د رايو د پلټنې د بهير مسوليت په غاړه لري.
دکورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې چې په همدې مقصد خپره شوې ده؛ ويل شوي دي:
له هغه وروسته چې د جمهوري رياست نوماندانو موافقه وکړه چې د انتخاباتو د دويم پړاو ټول رايې دې بيا وشميرل شي؛ دکورنيو چارو وزارت يو امنيتي کميسيون جوړ کړ چې له نورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ کې ددغه دفتر د غړو او کار کوونکو او کميسيونونو او دغه راز د کانديدانو د کتوونکو د ښه امنيت د تامينولو څرنګوالي وڅيړي.
دکورنيو چارو وزارت سرسلاکار ددغه کميسيون مشرتوب پاسوال عبدالمجيد روزي په غاړه لري او په ترکيب کې يې دکابل ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد ظاهرظاهر، له تروريزم سره د مبارزې لوى رييس پاسوال محمدشريف امين، د پوليسو د چارو د لوى رياست مرستيال پاسوال داد الله خان او د استخباراتو د لوى رياست استازي مل پاسوال محمد فريد شامل دي؛ د کميسيون په دننه او بهرکې د نوماندانو د کتونو او د انتخاباتي کميسيونونو د کارکوونکو د ښه امنيت د تدبيرونو نيول د دغه کميسيون له مهمو دندو څخه دي چې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ، دملي امنيت د رياست او د ملي اردو د١١١ فرقې د قوماندانۍ د موظفې کميټې سره په همغږۍ کې اجرا کوي او هره ورځ د انتخاباتو د بهير ترپاى او د راتلوونکى جمهور رييس د لوړې د مراسمو د ترسره کولو مودې خپل کاري رپوټ له وړانديزونو سره د کورنيو وزارت مشرتابه ته وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته