امنیت

داله ساى ولسوالۍ دطالبانو له کلابندۍ څخه ازاده شوه .

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
دامنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې دکاپيسا ولايت داله ساى ولسوالۍ پرون دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
  دکاپيسا ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم  فايق دباختراژانس خبريال ته وويل: دکاپيسا ولايت داله ساى ولسوالۍ چې له پنځلسو ورځو راپديخوا دوسله والو طالبانو په کلابندۍ کې وه دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ددغې ولسوالۍ کلابندي ماته شوه او دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
يوه اړونده  خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې څه ناڅه سلو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دکاپيسا ولايت امنيه قوماندان وويل چې اوس ددغه ولايت دتګاب ولسوالۍ په کليو اوبانډو کې  دامنيتي ځواکونو ګډ عمليات دوام لري او له پلان سره سم به ددغې ولسوالۍ  ټولې سيمې هم دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته