سیاست

د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير: د يوشمېرافغان سوداګرو د شړلو مسئله څيړو

 کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير پرون په کويټ کې  د اسلامي  همکاريو د سازمان  د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د شورا د دوه څلويښمتې غونډې ترڅنګ د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د متحده  عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير عبدالله بن زايد آل نهيان په وروستيو څوارلسو کلونوکې له افغانستان سره د دغه هېواد همکارۍ او د آيساف د ماموريت په چوکاټ کې د اماراتو د ځواکونو شتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګښت څرګندوى وبلل او په هره ساحه کې چې اړتيا وي؛ له افغانستان سره د همکاريو د دوام لپاره يې د خپل هېواد په  ژمنې باندې ټينګار وکړ .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له افغانستان سره  د متحده عربي اماراتو د ارزښتناکو همکاريو له امله دمننې او همکارۍ د څرګندولو په ترڅ کې له متحده عربي اماراتو څخه د يو شمېر افغان سوداګرو د شړل کيدو په باب خپله انديښنه د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره طرحه کړه او دغې ستونزې ته يې د هغه دپاملرنې غوښتنه وکړه.
د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير ژمنه وکړه چې له دغه هېواد څخه د افغان سوداګرو د ايستلو موضوع څيړي اوپه دې برخه کې په څرګندو معلوماتو سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چاروله وزير سره اړيکې نيسي او خبرې به ورسره وکړي.
د يوبل خبرله مخې :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين  رباني پرون  په کويټ کې داسلامي همکاريو دسازمان دبهرنيو چارو د وزيرانو دشورا  د دوه څلويښتمې غونډې ترڅنګ د ازبکستان دبهرنيو چاروله وزيرعبدالعزيز کاملوف سره وکتل.
د ازبکستان جمهوريت د بهرنيو چارو وزير وويل: د دې وخت را رسيدلى دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې  لاپسې فعالې شي  او د سوداګرۍ ، ترانزيت، ترانسپورت او د انرژۍ په برخو او په نورو ساحوکې دوه اړخيزې همکارۍ پراختيا ومومي .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير داسلام کريموف دبيا برياليتوب له امله  مبارکي وويله او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په بېلابېلو ساحوکې د همکاريو پراختيا يې ګټوره وبلله او د سيمې د هېوادونو د اقتصادي همغږۍ لپاره له فرصتونو څخه استفاده يې  دګډو کټو اوپه سيمه کې د ثبات دساتنې د ګډو هڅو سبب وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته