فرهنګ

په هرات کې دشلو تنو فوتو ژورنالستانو دعکاسۍ نندارتون جوړ شو .

کابل باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
دښځو دټولنيزو خدمتونو موسسې  ( واسا ) دشلو تنو اماتورو فوتو ژورنالستانو عکسونه د  ( ديد او انديشې ) په نامه  په يوځانګړي نندارتون کې په هرات ښار کې نندارې ته وړاندي کړل .
دغه نندارتون چې داطلاعاتو او فرهنګ درياست له خوا دصلاح الدين سلجوقي  په سالون کې  پرانستل  شو دټولنيز حالت دمنعکس کولوپه خاطر  درسنيو او دمدني ټولنو  ديو والي په مقصد په هرات کې پرانستل  شوى  دى .
د واسا د دفتر مسوولين  وايي په  دې نندارتون کې دهرات او باميانو دخلکو دټولنيز  ژوندانه  دحالاتو په باب سل عکسونه نندارې ته وړاندې شوي دي .
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا  روفيان هم دبشر دحقوقو دمواردو دتحقق ،  له دغو مواردو څخه څارنه او د قانون دواکمنۍ په تحقق کي دمدني ټولنو دمرکزونو رول بيان کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته