سیاست

د اردن د ملي ورځې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت رييس حامدکرزي له خوا د مبارکۍ پيغام د اردن د شاهي هيواد پاچا اعليحضرت ملک عبدالله الثاني په نامه په دې توګه استول شوى دى :

کابل  باخترد   جوزا دمياشتې  ١٣ :
د اردن د ملي ورځې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت رييس حامدکرزي له خوا د مبارکۍ پيغام د اردن د شاهي هيواد پاچا اعليحضرت ملک عبدالله الثاني په نامه په دې توګه استول شوى دى :
اجازه راکړئ د افغانستان دخلکو په استازيتوب د اردن دملي ورځې په مناسبت  تاسو جلالتمآب او د اردن ورور ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړم.
افغانان د اردن ورور ملت سره په ټولو برخوکې د دوستانه اړيکو د پراختيا غوښتوونکي دي. موږ له خپل لوري د دوستانه اړيکو د پراختيا په برخه کې خپل هر راز چمتوالى څرگندوو.
د لوى خداى (ج  ) په دربارکې تاسې اعليحضرت ته د روغتيا اوبرياليتوب او د اردن د شاهي هيواد ورور ولس ته د سوکالۍ اونيکمرغۍ دعاکوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته