(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د لوګر د څرخ له ولسوال او مشرانو سره وکتل

کابل، د وري ۲۰مه، باختر
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت د څرخ له ولسوال مولوي رفیع الله “محمد عبدالله” او د یادې ولسوالي له مشرانو سره وکتل او د اوبو او انرژي په برخه کې د هغه ولایت د خلکو د ستونزو په هکله یې بحث او خبرې اترې وکړې.
په یاده لیدنه کې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست سره شریک کړل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي کېدو په ځانګړې توګه د یادې ولسوالي په مرکز کې د برېښنا سب سټیشن د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د څرخ ولسوال او مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې یادې ولسوالۍ ته به د پروژې د سروې په موخه تخنیکي پلاوی ولېږل شي او د شته امکاناتو په پام کې نيولو سره به د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا