اقتصاد

د افغان – هند د دوستۍ بند لومړى توربين په توليد پيل وکړ.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
دافغان – هند د دوستۍ بند بريښنا په آزمايشي ډول دهرات دخلکو له کورونو سره ونښلول شوه .باختر آژانس دانرژۍ او اوبو دوزارت له خولې خبر راکړ : چې دافغان – هند د دوستۍ بند توليدي بريښنا دهندي او ترکمنستاني انجينرانو په همکارۍ دهرات دبريښنا له سيستم سره ونښلوله شوه او دهرات يو شمير خلکو د لومړي ځل لپاره له کورني توليدى شوي بريښنا څخه ګټه واخسته .
دانرژى او اوبو وزارت مسولينو ويلي دي چې تر راتلوونکو ورځو پورې دافغان هند دبريښنا دبند دويم او دريم توربينونه هم په فعاليت پيل کوي . او دافغان هند دبريښنا بند په رسمي ډول دافغانستان او هندوستان دمشرانو له خوا پرانستل کيږي.
دبريښنا دغه بند ٣ توربينونه لري چې په ټوليزه توګه توليدي ظرفيت يې ٤٢ ميګاواټه بريښنا ده .
دبريښنا دغه بند دهرات ښار په ١٨٠ کيلو مترۍ واټن کې دهرات ولايت دچشت شريف په ولسوالۍ کې دهريرود دسيند دپاسه جوړ شوى دى . او دبريښنا په توليدولو سربيره ٣٥ زره هکتاره کرنيز ځمکه هم خړوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته