سیاستخبرونهاقتصاد

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د «افغان انوېسټ» شرکت له رئيس سره وکتل

 کابل، د زمري ۱۰مه، باختر

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور نن د «افغان انوېسټ» شرکت له رئيس شېرباز کمین زاده او د مدیره پلاوي له غړیو سره وکتل.

په دې کتنه کې، د اوبو او انرژۍ وزارت اړوندو پروژو د پانګونې په اړه خبرې وشوې.

باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د یاد شرکت رئيس او غړیو، په افغانستان کې د اوبو د بندونو په ځانګړې توګه د قندهار د لوري بند د جوړولو، د کانونو د را ایستلو او نورو پراختیایي پروژو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

دغه راز د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې په برخه کې د یاد شرکت د لېوالتیا هرکلی وکړ او یادونه یې کړې چې په راتلونکي کې به په ګډه سره له (لوري بند) او په هېواد کې له یو شمېر نورو بندونو څخه لیدنه وکړي او وروسته به د پانګونې او د پروژو د پلي کېدو لپاره مشخصه طرحه چمتو کړي.

د یادونې وړ ده چې «Afghan Invest» یو محدودالمسئولیت شرکت دی چې په لومړنۍ پانګونې سره یې، د هېواد په څلورو مهمو سکټورونو (کانونو، انرژۍ، ساختمان او کرنې) په برخو کې له۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا