ښوونه او روزنه

د سمنګانو په شپږو ولسواليوکې درې سوه ښوونځي فعال دي

کابل – باختر د وري دمياشتې ٤
د سمنګانو ولايت په شپږو ولسواليوکې درې سوه ښوونځي د زده کوونکو منلو ته چمتو دي .
د سمنګانو ولايت د پوهنې رياست مرستيال عبدالبشير صلاحي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د څه ناڅه ٣٠٠ ښوونځيو دروازې په رسمي ډول په دغه ولايت د زده کوونکو پرمخ پرانستلې شوې دي او زده کوونکي کولاى شي د امن په فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .
د خبرځاى دخرګندونو له مخې: په نوي تعليمي کال کې د نويو زده کوونکو جذب د پوهنې وزارت د پلان له مخې دولس زره تنه زده کوونکي وو چې د دغه شمېر زده کوونکو په جذبولو سره په روان کال کې د سمنګانو د ښوونځيو د زده کوونکو شمېر ١٣٠ زرو تنو ته رسيږي او د هغوى د لوست چارې د درې زرو تنو ښځينه او نارينه و ښوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي.
د سمنګانو والي محمد هاشم زارع په وروستيو کلونوکې د هېواد د پوهنې دنظام برياليتوبونه ښه وبلل او زياته يې کړه: د نړيوالى ټولنې د مرستو او د دولت د هلوځلو له امله په سمنګانوکې د پوهنې په برخه کې زيات پرمختګونه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته