خبرونهاقتصادTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت، د اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ

کابل، د زمري ۲۰مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت نن د «اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې» تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ.


د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دغه کنفرانس کې چې د کابل په انټرکانتیننتل هوټل کې جوړ شوی و، د افغانستان اسلامي امارت جګپوړو مقاماتو، د کابینې یوشمېر غړیو، مسئولینو، کورنيو او بهرنیو پانګه والو ګډون کړی و.
د کنفرانس په پیل کې د اوبو او انرژۍ سر‍پرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د اوبو او انرژۍ پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې په تېرو شلو کلونو کې د اشغال له امله افغانانو و نشو کړای چې خپلې اوبیزې سرچینې مدیریت کړي، خو اوس دغه وزارت یو لړ پلانونه تر لاس لاندې لري چې له مخې به یې د هېواد اوبه په ښه توګه مدیرت او مهار کړي.
منصور زیاته کړه چې اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده او پر کورنیو او بهرنیو پانګه والو یې غږ وکړ چې را دې شي او د اوبو او انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د هېواد له اوبیزو سرچینو څخه دې سالمه استفاده وکړي.


وروسته، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان يو بډاى هېواد دى چې په هره برخه كې يې د پانګونې امکان شته او پر پانګه والو غږ کوو چې را دې شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي، موږ يې د سر او مال امنيت تامينوو.
د اقتصادي مرستیال په خبره؛ د کانونو د استخراج، بندونو جوړولو او نورو برخو کې پانګونه او کارونه ورځ تر بلې زیاتېږي او ښايي په کم وخت کې افغانستان پر ځان بسیا شي او دا چاره هم د افغانستان په ګټه او هم د سوداګرو او پانګه والو په ګټه ده.
دغه راز د کنفرانس په دوام، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وویل چې دغه وزارت هڅې کوي چې افغانستان ځان بسیاینې ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه چې له یو شمېر هېوادونو سره په اړیکه کې دي چې په افغانستان کې له باد او ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
عزیزي څرګنده کړه چې د کورنیو سوداګرو او صنعتکارانو او همدا رنګه له خصوصي سکټور ملاتړ د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په لومړيتوب کې دی او په دې برخه کې دغه وزارت آسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور، په هېواد کې د شته فرصتونو او هغو کانونو چې د انرژۍ د تولید په برخه کې ترې استفاده کېږي، معلومات ورکړل او له پانګه والو سره د دغه وزارت د مرستې او همکارۍ ډاد ورکړ.
شیخ دلاور وویل چې افغانستان فقیر هېواد نه دی، بلکې داسې زېرمې او سرچینې لري چې په نړۍ کې ډېر هېوادونه یې نلري او په خبره یې؛ اوس د دې وخت را رسېدلی چې خپل کانونه او منابع وساتو او په سالمې استفادې سره خپل هېواد جوړ کړو.
هغه وویل چې اوسمهال د هېواد په کچه د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند ۵۴ کوچنۍ او سترې پروژې اعلان ته سپارل شوې دي او هغه کورني او بهرني پانګه وال چې پانګونې ته لېوالتیا ولري، را دې شي او له دغه وزارت سره قرارداد وکړي.
همدا رنګه، د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبدالطیف نظري، د افغانستان پر جغرافیايي او اقتصادي ارزښت خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، که چېرې له دغه موقعیت سمه استفاده وشي او سمې برنامې او سیاست موجود وي، افغانستان کولای شي ډېر ژر خپل اقتصاد ته وده ورکړي او ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د کنفرانس په بهیر کې، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور وویل چې دغه اداره په هېواد کې دولتي ادارو او پانګه والو ترمنځ ارتباطي پل دی او ډاډ یې ورکړ چې د دولتي ادارو او پانګه والو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو او آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مرسته او همکاري کوي.
هغه مسئولیت یو امانت یاد کړ او څرګنده یې کړه چې نظام باید د ملت او پانګه والو اړتیاوې درک او په وخت ورته رسیدګي وکړي.
په همدې حال کې، د افغانستان د صنایعو او کانونو او د «افغان انوېسټ» شرکت رئیس شېرباز کمین زاده، صنعت او کورني تولیدات د هېواد په انکشاف او پرمختګ کې دوه اساسي لاملونه وبلل او د صنعت د ودې لپاره یې د انرژۍ شتون مهم یاد کړ.
هغه، په نږدې راتلونکي کې له اوبو او انرژۍ وزارت سره په هېواد کې د اوبو د ځنیو بندونو د جوړولو د قرارداد د لاسلیک کولو یادونه وکړه او پر پانګه والو یې غږ وکړ چې په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه برابر شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او مسلکي معین فضل الباري فضلي په خپلو خبرو کې پانګه والو ته د آساتیاوو د برابرولو په برخه کې ډاد ورکړ او ویې ویل چې کورني او بهرني پانګه وال په هره برخه او هر ځای کې چې دوی ته مناسب وي؛ دغه وزارت ورته د ځمکې د ورکړې په برخه کې همکاري ته چمتو دی.
په ورته وخت کې، د (ترکي ۷۷) ساختماني شرکت مسئول بوراک اونسال، په افغانستان کې د انرژۍ تولید، د ودې او پراختیا په برخه کې د دغه شرکت د فعالیتونو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
هغه له نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي او را دې شي د افغانستان په پراختیايي برخو کې دې پانګونه وکړي.
د کنفرانس په پای کې، یو شمېر بهرنیو شرکتونو د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم او اقتصاد وزارتونو او افغانستان برېښنا شرکت سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا