امنیت

په غزني کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

کابل / باختر / د وږي ۲۸مه
د غزني امنیتي مسوولينو په دغه ولایت کې د حسیني عاشورا د ورځې د نمانځلو په مناسبت د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړ.
د غزني امنیه قوماندان فرید مشعل رسنیو ته وویل چې په غزني ښارکې د عاشورا د مراسمو د پرځای کولو لپاره د خلکو د لا زیات امنیت د تامینولو لپاره سخت امنیتي تدابیر شوي دي.
ده زیاته کړه چې امنیتي منسوبين د حسیني ماتم لرونکو د بشپړ امنیت د تامینولو لپاره د غزني ښار په بېلابېلو سیموکې ځای پر ځای شوي او په ښارکې د موټر سایکلونو د تګ راتګ مخه به ونیول شي .
د غزني امنیه قوماندان له خلکو څخه هم وغوښتل چې د عاشوار د مراسمو د لا ښه امنیت د تامینولو په خاطر له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته