اقتصاد

دسرو زرو په بيه کې يو ډالر زياتوالى راغلى دى .

کابل باختر  دسلواغې دمياشتې ٢١ :
په نړيوالو بازارونو کې ديو انس  سرو  زرو په بيه کې دتيرې  ورځې په پرتله  يو  ډالر  زياتوالى ليدل کيږي .
تيره   ورځ  په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره  زر   په ١٢٦٧ ډالره  وړاندې کيدل   خو نن په ١٢٦٨ ډالره  وړاندې کيږي .
  دپښتنې بانک  دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي  قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل  :  اوس  يو ګرام يو ويشت عياره مصري  سره  زره  په ٢٥٢٠ افغانيو ،  يوويشت عياره کويټې سره  په  ٢٤٧٠ افغانيو ، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په  ٢٤٢٠ افغانيو ، نوولس عياره بحريني سره زر په    ٢١٢٠    افغانيو ،  نولس عياره عربي سره زر په  ٢٠٨٠ افغانيو ، اوولس عياره   ايراني سره زر  په ١٧٢٠ او  څوارلس عياره  يوګرام روسي سره زر په  ١٦٥٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته