ټولنه

دغور ولايت د اداري ودانۍ دجوړولو کار بشپړ شو .

کابل باختر دليندى  نهمه :
دغورولايت  داداري ودانۍ دجوړولو کار بشپړ او ددغه ولايت دوالي له خوا پرانستل شوه او ګټې اخستنې ته وسپارله شوه .
  دغه پروژه  د څه دپاسه اتۀ څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت  پاى ته رسيدلې ده چې  بودجه يې  ددغه ولايت دپخواني والي په وخت کې منظوره شوې وه او اوس کار يې بشپړ او پرانستله شوه .
  دسيمه ئيزو مقاماتو دڅرګندونوله مخې ، ددغې پروژې دکار  په بشپړيدو سره  دټولنيزو خدمتونو  او دولايت دمقام  دکارونو  په پرمختګ کې ګړنديتوب راغلى دى او ستونزې به  تر يوې اندازې پورې  لرې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته