(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د قرغې بند د ساتنې بشپړو شویو پروژو څخه لیدنه وکړه

کابل، د غوايي ۱۴مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او مل تخنیکي ټیم د قرغې بند د ساتنې او مراقبت بشپړو شویو پروژو د بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
منصور د یادو پروژو پلي کول د قرغې بند د ساتنې او مراقبت او ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لپاره ګټور ګام وباله.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست همدارنګه د دې پروژو د پلي کوونکو مسؤلینو کړنې و ستایلې او دوی ته یې په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د چارو په پلي کولو کې رښتینولي او اخلاص ته د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا