فرهنګ

درڼا مشاعرې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام .

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه :

درڼا مشاعرې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام .

  دميرمن کلتوري  ټولنيز  بهير له  نامه  او فعاليتونوسره له پخوا بلديم ددغو ميرمنو دکار ارزښت  په دې کې دى چې دوى په  خپلو غونډو کې دادبي ،  اجتماعي ، دميرمنو دزده کړې مدني حقونو او نورو بيلابيلو موضوعاتو په اړه کاري  بحثونه کوي دځوانو ليکوالو د روزنې تر څنګ ليکنې  مجلې اوکتابونه هم خپروي .

درڼا  کلنۍ  مشاعره دميرمن  بيهر له ارزښتناکو فعاليتونو څخه ده ځکه هرکال دهيواد دبيلابيلو ولايتونو او سيمو ليکوالې او شاعرانې پکې  ګډون کوي  ليکوالې  شاعرانې  يوه  له بلې  سره بلديږي خپلې وړتياوې  تجربې  او امکانات  سره شريکوي  دغه   وړ غونډې  او  مشاعرې په لويه کې دميرمنو د تخليقي  اوادبي  ليکنو  په ښه والي کې هم دپام وړ  رول  لري .

دافغانستان په سياسي  تاريخ کې دټولنې دنورو طبقو  تر څنګ ليکوالو ډير مهم  رول لوبولي دي داولې مشروطې نه نيولې  دداود  خان تر جمهوريت پورې دسياسي نظام دبدلون  نظريات اول او دليکوالو له خوا مطرح او بيا چارواکو عملي کړل  همدارنګه دميوند په ډګر کې  دخپلواکۍ په معرکه کې دملا لۍ ، ميوندۍ  دلنډۍ قوت  او ارزښت هم ټولو ته څرګند دى .

دميرمن  بهير غړوته د رڼا مشاعرې اود دوى دنورو ارزښتناکو فعاليتونو او خدمتونو له امله کور ودانۍ وايم او په راتلونکې کې دلاډيرو برياو  او خدمتونو  توفيق ورته غواړم .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته