(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د موسی کلا د قومي مشرانو ستونزې واورېدې

کابل، د زمري ۲۱مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل او د اوبو د کمښت په برخه کې یې د هغې ولسوالۍ د خلکو ستونزو د هوارولو په هکله یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې د يادې ولسوالۍ مشرانو د موسی کلا بند د پروژې او د چکډمونو پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا