سیاست

دترکمنستان دماليې وزير کابل ته راورسيد.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٢

دترکمنستان دماليې وزير ددغه هيواد ديو جګپوړى هيئت په مشرۍ کابل ته راورسيد.

دترکمنستان دماليې وزير په کابل کې دخپلې استوګنې په موده کې د ريکا په غونډه کې چې کابل کې جوړيږي ګډون کوي.

دغه راز دعراق دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال، دجنوبي آسيا په چارو کې دهالند دبهرنيو چارو دوزارت رييس، دافغانستان او پاکستان لپاره داسپانيا د دولت ځانګړى استازى ، دفنلند دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي څانګې رييس، د آذربايجان دنړيوالې پرمختيا د آژانس مدير،دقطر دبهرنيو چارو دوزارت هيئت ، او دبلجيم او دنمارک ديپلوماتيک هيئت په ريکا غونډه کې دګډون په مقصد کابل ته راورسيدل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته