امنیت

څلور تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول

جلال اباد باختر د وږي د مياشتې ۲۰ مه
د ننګرهار ولایت د نازيانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه د پاڅون کوونکو او داعش وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې څلور تنه داعش وسله وال وژل شوي او دوه تنه مشکوک کسان نيول شوي دي.
د ننګرهارولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسین مشرقيوال د پېښې په تائيدولو سره باختر اژانس ته وویل چې په وژل شويو داعش وسله والو کې درې تنه د خيبر پښتونخوا او يو د نازيانو ولسوالۍ اوسيدونکي دي.
مشرقيوال زیاته کړه چې د وژل شويو داعشيانو د مړو ترڅنګ درې کلاشنکوفونه او يو ځانمرګي واسکټ هم د جګړې په ميدان کې پاتې شوي دي.
د ده په وينا دغه راز يو ملکي وګړی، چې داعش وسله والو اسير کړی و ازادی شوی او د پاڅون کوونکو له لوري يې د کورنۍ غړو ته سپارل شوی دی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته