ټولنه

دکوچنيو بڼونو د جوړولو په مقصد له شپږو زرو بزګرانوسره مرسته

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٤ :
دبلخ  ولايت دکرنې او مالدارۍ د رياست له خواپه شمال زون کې   په شپږو  زرو بزګرانو دکورني کوچني بڼونو د جوړولو لپاره  دسبو تخمونه او دکرنې وسايل  وويشل شول.
دبلخ ولايت  دکرنې  او اوبو لګولو رياست  د بڼوالۍ د پروژې مسوول محمد فهيم  جباري باختر آژانس ته  وويل ؛ ددغو پروژو دترسره کولو هدف   دکور ميرمنو ته  دسالمې بوختيا  د زمينو رامنځته کول دي .
جباري زياته کړه  سابه بايد دکورنيو ترمنځ ځانګړي خوراکي ارزښت ولري او له همدې امله دکرنې رياست  په شمال  زون کې  په خپل پسرلني کمپاين کې شپږ زره کورنۍ ترپوښښ لاندې نيولي دي چې له دې لارې  دسالمې تغذيې ترڅنګ دکورنيو اقتصادهم وده وکړي.
خبرځاى زياته کړه  ددغه پروګرام ټول لګښت  ١٨٠ مليونه ډالره دى  چې په ټول افغانستان کې به عملي شي .
دغه راز دسبو دساتنې په خاطر  په پام کې لرو چې پنځه سوه سړې خونې هم  جوړې کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته