
کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د لاندېني هلمند د سیندیزې فرعي حوزې (زرنج) له رئيس مولوي سید محمد ولي آغا سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې د یادې حوزې رئيس د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ته د کمال خان بند د چارو د پرمختګ په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او د وزارت له رهبرۍ څخه یې د لشکري کانال د لایروبي چارو د پيل او یاد ریاست ماشینري د ترمیم غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې لیدنه کې د کمال خان بند د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او د لاندېني هلمند سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د لشکري کانال د لایروبي چارو د پیل او د یاد ریاست د ماشینري د ترمیم په هکله د وزارت د شته امکاناتو او بودجې په پام کې نیولو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
لمر