نړۍ

داعش دافغانستان او سيمې ثبات له چلنج سره مخامخ کړى دى.

واشنګټن – ګلوب اندميل –باخترد کب دمياشتې ٣٠
دګلوب اندميل ورځپاڼې دافغانستان له دولت څخه د ملګرو ملتو سازمان د وروستۍ غوښتنې  په باب ليکلي دي.
دورځپاڼې په ليکنه ملګري ملتونه دافغانستان له دولت څخه غوښتې دي چې په دغه هيواد کې دتندلاري توب دمخ په زياتيدونکو ګواښونو مخه دې ونيسي.
ګلوب اندميل په همدې مقاله کې ليکلي دي چې دملګرو ملتو سازمان دامنيت شورا دجمعې په ورځ د رايو په اکثريت په افغانستان کې دملګرو ملتو دسازمان ماموريت تر ٢٠١٨ کال پورې تمديد کړ. ددغه ماموريت دتمديد په مصوبه کې په افغانستان کې د داعش د ډلې دياغيانو دشتون له امله انديښنه څرګنده شوې ده.
په مصوبه کې ويل شوي دي چې داعش دافغانستان او سيمې ثبات له خطر سره مخامخ کړى دى.
ګلوب اندميل ليکي: دملګرو ملتو سازمان دامنيت شورا ټينګار کړى دى چې په افغانستان کې دتاوتريخوالي دکمښت او له طالبانو ،حقاني شبکې، القاعده او نورو تندلارو ډلو سره مبارزه دسيمه ييزو امنيتي همکاريو پياوړتيا ته اړتيا ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته