
کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په عربي متحده اماراتو کې د انرژي سلاکار انجنیر حمیدالله صدیقي، په آمریکا کې د اسلامي تعلیماتو استاد ډاکټر محمد داود نسیمي، په ترکیه کې د اقتصاد استاد ډاکټر محراب الدین حمیدي او یو شمېر نورو متشبثینو او ملي سوداګرو سره وکتل او په هېواد کې یې د انرژۍ په پروژو کې د ګډو همکاریو په هکله بحث او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې، یو شمېر ملي سوداګرو د انرژۍ د پراختیا په برخه کې د همکاري لېوالتیا څرګنده کړه او هېواد ته یې د خدمت کولو لپاره چمتووالی وښود.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یادو سوداګرو د احساس ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه، چې په هېواد کې د انرژي پراختیا د افغانستان د ټولو خلکو همکاري ته اړتیا لري.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، دوی ته د وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې و غوښتل، چې خپلې طرحې او لارې چارې دې د وزارت له تخنیکي ټیم سره شریکې کړي.
افغانمل